جن:ګي چرګ خپل څښتن وژ:لی
د هند په شمال کې يوه چرګ چې د غيرقانوني جن:ګ لپاره يې له پښې سره چاړه نښلول شوې وه خپل څښتن وژلی
دی. دغه کس چې له ګېډې او ورانه سره نژدې په چاړه ټپي شوی و روغتون
ته په لاره يې ساه ورکړې ده.
پوليس وايي، کله چې د چرګ څښتن د هغه د نيولو هڅه کوله، ورسره تړل شوې ۷ سانتي اوږدې چاړې ټپي کړ.
پوليس اوس په تلنګانه سيمه کې د هغو
۱۵ نورو کسانو په لټه کې دي چې د چرګانو په دې جنګ کې يې ګډون درلود.
د اسوشيېټېډ پرېس په وينا د چرګانو په دې غيرقانوني جنګ کې ښکېلو کسانو سره قانوني چلند وشي.
نيو انډين اېکسپرېس ورځپاڼه د ځايي پوليس جيون له خولې وايي، دغه چرګ به د ثبوت لپاره محکمې ته هم يوړل
شی.
په هند کې په ۱۹۶۰ کال د چرګانو جنګول غيرقانوني وګڼل شول خو اوس هم د دغه هېواد په ځينو لېرې پرتو سيمو کې چرګان جنګول کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې د چرګانو په جنګ کې انسان وژل کېږي، پروسږ کال په اندرا پردېش کې يو سړی وروسته له هغه مړ شو چې د چرګ له پښې سره پر تړل شوې چاړه پر مرۍ ولګېد. د سي اېن اېن په وينا دغه کس غوښتل خپل چرګ د جنګ لپاره يوسي چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.