په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۲۳زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې
۱۲۳ زره ۶۷۲ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۹۲۳۶ زره ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې د انارو جوس دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د
هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.