د افغانستان ا.ا وایي چې بهر ته تښتیدلي سیاستوال دې بېرته هېواد ته راستون شي او خپل عادي ژوند ته دې د پخوا پر رکم دوام ورکړي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له دې وروسته هیڅوک په هیڅ نوم نه شي کولی افغانستان او افغانان شک/نجه کړي. مجاهد زیاته کړې، هغه کسان چې د بیا راپاڅېدو او مقاومت خبرې کوي باید له خپلو تېرو کړنو درس واخلي، ځکه د ده په خبره له دې وروسته هیڅوک په هیڅ نامه نه شي کولی د افغانستان ورانولو ته لار اواره کړي.
هغه زیاته کړې چې د تښتېدلو سیاستوالو لپاره ښه لار دا ده چې بېرته هېواد ته راوګرځي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې عبدالرب رسول سیاف او عطامحمد نور پر خپلو فیسبوک پاڼو د مقاومت جبهې تر عنوان لاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې که چېرته له طا لبانو سره خبرې نتیجه ورنه کړي نو پر وړاندې به یې وسله وال مقاومت پیل کړي.