د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر او د مقاومت د شورا غړي محمد محقق، چې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۹مه) یې په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي،
د لویدیځ استازي د افغانستان د مسایلو په اړه د ګوندونو له استازو سره وکتل. لیکلي، چې د غونډې تمرکز د افغان ولس د لاسته راوړنو او حقونو په اړه د خبرو او سیاسي هوکړې له لارې یوې جامعې ادارې ته د رسېدو په اړه وو.
په دې وروستيو کې په ترکيه کې د يو شمېر سياستوالو له خوا د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا په جوړېدو غونډه شوې وه.
غونډه د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده چې په کې ویل شوي چې ا.ا.ا باید د افغانستان ویجاړولو ته دوام ورنکړي او پر ځای یې باید د خبرو اترو له لارې د حل لاره ومومي. د سیاسي څېرو په اند،
هېڅ ډله نه ده توانېدلې چې د زور او فشار له لارې په افغانستان کې اوږدمهاله واکمني رامنځته کړي. دوی په دوام وویل چې دوی هڅه کوي په افغانستان کې د خبرو له لارې یوه ټول شموله اداره جوړه کړي او که دا کار ناکام شو،
نو دوی به پر پوځي انتخاب غور وکړي.