د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي چې ۹۰سلنه افغانان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیاپرانېستو او ټولنې او کار ته د ښځو ورګرځېدو غوښتنه کوي، خو په وینا یې، یوازې یوه کوچنۍ ډله له دې کار سره مخالفت لري.
توماس وېسټ پرون چهارشنبه د تلې شپږمه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د وینا پرمهال وویل چې د ا.ا ډېری چارواکي هم غواړي چې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي.
دا په داسې مهال ده چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر::محمد عباس ستا”نکزي هم د پوهنې وزارت پر مسوولانو د نجونو ښوونځیو نه پرانېستو له امله کلکې نیوکې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې هېواد کې دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانېستل شي.