روغتیا

تور چای حيرانونکي ګټی

Kong Sik Nai Cha Hong Kong Style Milk Tea 2 of 4 480x270 1
Avatar photo
Written by Zwak News

څېړنو ثابته کړې : هغه کسان چې تور چای څښي د هغو په پرتله چې هېڅ چای نه څښي ، پياوړي هډوکي لري او د هډوکو د وروستوالي پر ناروغۍ نه اخته کيږي . چینایي څېړونکو تر ۱۵ کلنو څېړنو او پلټنو وروسته ثابته کړې چې په ورځ کې د درې یا څلور ګيلاسه چای څښل ، ۳۷ سلنه د هغو عواملو مخنیوی کوي ، چې د هډوکو د وروستوالي سبب کيږي .

🔴 دغه راز ويل شوي چې ټول څښاک ورته خاصیت یا ځانګړنه نلري . د بېلګې په ډول ، قهوه چې ډېر کاله د چايو پر ځای کارول کيږي د هډوکو له پياوړي کولو سره مرسته نه کوي . څېړونکي لا نه دي بريالي شوي چې ثابته کړي ، چې شین چای ولې د هډوکو له پياوړتيا سره مرسته کوي .

🔴 ډاکټران وایي ، فلورایډ ، کلیشیم او نور معدني مواد هډوکي قوي ساتي . دغه راز تور چای د انټي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه ده چې د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي او د وینې د لوړ فشار مخه هم نيسي . څېړونکي وایي ، د تور چای ښېګڼې یوازې دا نه دي ، بلکې د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره هم ګټور تماميږي .

🔴 هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه page لائیک Like کئ

Leave a Comment