طب

تور زيړی يو عاميانه اصطلاح ده او پدې نامه په طب کې ناروغي وجود نلري

AdobeStock 199807962 scaled 1
Avatar photo
Written by Zwak News

تور زيړی يو عاميانه اصطلاح ده او پدې نامه په طب کې ناروغي وجود نلري . تور زيړي خلګ دوو يو له بل جدا ناروغيو ته وايي چې يوه يې د هېپټايټس بي او بله يې د هېپټايټس سي په نوم ياديږي. دغه دواړه وايرسي ناروغۍ دي چې د ينې د پاړسوب باعث ګرزي.

⬅️ هېپټايټس بي: هر هغه وخت چې لويان ورباندې اخته شي پس له دريو مېاشتو ناروغ ته زيړی پيدا کيږي. دغه زيړی يو څو اونۍ دوام کوي او بيا پخپله بې له کومي درملنې ښه کيږي. د ډيری خلګو د بدن دفاعي سيسټم وايرس له منځه وړي او رغيږي خو ځني نورو خلګو وجود وايرس له منځه نشي وړلای بلکه يو څه يې کنترولوي. پدغو خلګو کې کېدی شي د ځېنو ينه کرار کرار په مرور د څو کلونو حتا لسېزو خرابه کړي. کله چې ينه ډيره خرابه شي نو نه يوازي ناروغ ته يو ځل بيا زيړی پېداکيږي بلکه دې ځل ناروغ وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي. دغه د ناروغې اخېري حد ده.

⬅️ هېپټاټيس سي: پدې وايرس له اخته کېدو سره يو ځای عموماً په ناروغانو کې زيړي منځ ته نه راځي. بلکه کرار کرار د ناروغ ينه خرابه وي او کلونه يا لسېزي وروسته ينه خپل نهايې حالت ته رسيږي. څه وخت چې ينه خرابه شي نو بيا ناروغ ته زيړی پيدا کيږي، وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي. دغه د ناروغۍ اخېري حد ده.

واکسين:
– هېپټايټس بي واکسين لري ✅
– هيپټايټس سي واکسين نلري ❌

درملنه:
– د هېپټاټيس بي د درملنې موخه عموماً د وايرس کنترولول دي او خاصو ناروغانو ته د ډير وخت لپاره ورکول کيږي.


– د هېپټاټيس سي د درملنې موخه د وايرس په مکمل ډول له منځه وړل دي. د هېپټايټس سي درمل خاصو ناروغانو ته نه بلکه ټولو ناروغانو ته ورکول کيږي البته چې د درملنې وس و لري. درملنه يې د ګوليو پواسطه کيږي او نېږدې ۱۲ اونۍ وخت نېسي.

Leave a Comment