لیکنې

تر سهاره د پیغلی سرهپه یوه کوټه کی له پندڅخه ډکه قصه ده ويلولئ

20220810 153748
Written by Zwak News

تروږمۍ وه شپه پخه وه چی دروازه ورته ټک ټک شوه

ځوان : څوک یی ؟

پیغله جينۍ : زه یم ، یوه مسافره يم ، چی ملگرو پریښی یم ، لار رانه ورکه ده ، دشپی دتیرولو ځای می نشته که لگ شپه راته راکړئ ؟ !

ځوان : هله ژر شه راننوزه چی بهر درته کوم تکلیف ونه رسيږي .
جینۍ کوټی ته په ويره ويره ورننوځی …
هلک ورته شمعه بلوی اوخپل کټ ورته پریږدی ، ورته وایی : کټ کی ته ویده شه …
زه به دکوټی په هغه بل اړخ کی ددیوال تر څنگ ویده شم ،ځوان کتاب راواخیست ، وړاندی دکوټی په یو گوډ کی یی د خوب اراده وکړه …

تنکي ځوان سره کتاب په لاس وو په مطالعه یی ځان بوخت کړ خو ،شیطان یی په مسلسل ډول لمڅوی چی د پیغلی
دا ځوانی !
دا حسن !
دا توره شپه !
دا یوازی کوټه !
د پیغلی جینۍ دزړه نه هم یو الله تعالى خبر دی ، په زړه به یی څه تیریگی ؟ !
پیغلی ډیر په ویره ویره ځان په کمپل کی تاو راتاو کړ یوازی یی سترگی کولاو او ښکاره پریښودی چی دځوان دحرکاتو څارنه وکړی
الله مه کړه هسی نه چی دبدو اراده ونه کړی او عزت ته یی صدمه ونه رسیږی .

دځوان ناشنا حرکات اوغريب اوعجيب تعامل :

ځوان د لگ وخت نه وروسته یوه گوته شمعی ته وروړاندی کړی دیو څو دقیقو په نیولو یی گوته وسوزی ،لگ وخت وروسته بیا بله گوته شمعی ته ونیسي ، ان تردی چی پنځه واړه گوتی يي تر سهاره وسوزولی ـ

پیغله جینۍ فکر کوي چی کوم پیري سره یی شپه راغلی او کیدای شی چی دگوتو په سوزولو کوم خپل زانگړی عبادت ترسره کوي
له دی ویری مسافره پيغله تر سهاره بیداره وه
اه !
اه !
اه !
ترسهاره نه تنکی ځوان ویده شه او نه مسافره پیغله …
ناشنا !!!
تنکی زوان خپلی گوتی سوزوي او مسافره پیغله یی په حیرانتیا ننداره کوي
چی سهار شو ځوان زخمی زخمی لاس دململ په کپړه وتاړه ، او پیغلی نه یی تپوس وکړ چی کور دی کوم ځای کی دی ؟
له پوره ادرس اخیستلو نه وروسته یی پيغله خپل کورته ورسوله .
ځوان تری بيرته راستون شو …
پیغله چی کله کورته روغه ، رمټه اوباعزته ورسیده دالله شکر یی ادا کړ او دځوان تعامل ته په حیرت آنگیز ډول دسوچونو په دریابونو کی لاهو شوه ـ

پیغلی خپله کیسه کټ مټ خپل مور او پلارته وکړه خو مور او پلار یی کله منی ؟ !
بس سم دلاسه دواړو هوډ وکړ چی دخبری حقیقت ځانته معلوم کړي پلار یی دځوان کور ته دتللو تکل وکړ او د یو لری مسافر په بڼه یی ځان برابر کړ او په ځوان میلمه شو .

ځوان یی ولید چی لاس یی لاتړلی دی ،
د سوزدلی لاس ټپونه یی لا نه دی ښه شوی ،
شپه تیره شوه د ځوان نه یی سهار دلاس دسوزیدلو دسبب تپوس وکړ ؟
په جواب کی ورته ځوان کټ مټ خپله کیسه وکړه ،چى يوه شپه مى داسى يوه پيغله يي ميلمنه وه …

شیطان به راته دگناه وسوسه اچوله خو مابه ژر ژر گوته دشمعی اور ته ونیوله او دجهنم اور به می زانته رایاد کړو .

په دی موخه چی شیطان رابندی زورور نه شی ، تر سهاره مى ګوتى ټولى سوزولى وى ،په دی طریقه الله تعالی زه له گناه وساتلم الحمدلله .

دپیغلی پلار ورته دخپل کور دورتللو دعوت ورکړ ځوان دعوت قبول کړ خو ځوان لا نه وو خبر چی سپینږیری مسافر څوک دی ؟
کله چی یی کورته ورغی نو دروغبړ نه وروسته یی ورته دخپلی لور دنکاح پيشنهاد وکړ ،ځوان قبول کړه دځوان چی اوله شپه شوه پیغله یی وپیژانده چی داخو هغه دگلابو گل دی ، چی د حسن له امله یی ترسهاره شیطان خوب ته پری نه خودم ـ

دا خو هغه پیغله ده چی دمینی اور یی راله له یوی لوری دننه زړه سوزولی و ، او له بلی لوریی راله نازک لاس .

ځوان هلک دخوشحالۍ سعادت اومزو ژوند پیل کړ .

ګرانولوستونکو !

داټول ولی ؟
ځکه چی :

چا د الله تعالی دپاره څه پریښودل ،الله تعالی به ورته له هغی نه خیر عوض ورکړی ،ځوان ته دیوی شپی په صبر د ټول عمر خوشحالی الله ور نصیب کړه ـ

تقوا
تقوا
تقوا
خشيت الهي

الله ! ته مو حقيقى تقوا نصيب کړى ـ

Leave a Comment