نړیوال خبرونه

ترکې افغان مهاجرو لپاره د خوښۍ خبر اعلان کړ

BackgroundEraser 20220807 081353645
Written by Zwak News

ترکیه په کابل کې د ویزو د وېش لړۍ بېرته پیلوي

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو وایي، چې ډېر ژر به په کابل او بلخ ولایتونو کې د ترکیې ویزو د وېش لړۍ بېرته پیل کړي. نوموړي یادې څرګندونې د تالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان مت’قي سره په ټیلفوني اړیکه کې کړې دي.

د تالبانو بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ترکیه به د راتلونکي مارچ میاشت کې په مزار شریف ښار کې خپله کونسلګري هم بېرته پرانیزي

د خبرپاڼې په حواله، ښاغلي متقي له ترکیې څخه مننه وکړه چې افغانستان سره یې په تېره اوونۍ کې د ۷۵۰ ټنه خوراکي توکي ولېږل. په ورته مهال د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په راتلونکي کې به له ۵۰۰ تر ۷۰۰ ټنو پورې نورې مرستې هم افغانستان ته ولېږي.

په ورته مهال ترکي رسنیو بیا لیکلي، چې ښاغلي چاووش اوغلو په افغانستان کې د یو شمېر ښځینه فعالانو د ورکېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د نجونو زده کړه ډېره مهمه ده او په دې برخه کې په افغانستان کې پورته شوي مثبت ګامونه له نږدې څاري. دا لومړی ځل دی چې یو بهرنی هېواد د افغانستان تر سقوط وروسته د ویزو

Leave a Comment