د یونان او ترکیې د مشرانو ترمنځ د اژه سمندرګي د ټاپوګانو پر سر د پاروونکو څرګندونو پر مهال د یونان صدراعظم کیریاکس میتسوتاکیس وویل، چې له ترکیې سره د پوځي شخړې احتمال ناشونی دی، خو که داسې وشي یاد هېواد به د بشپړ ویجاړوونکي ځواب سره مخ شي.
نوموړي زياته کړه، “ترکیه د یونان له پوځي ځوا”که ښه خبر ده.”
نوموړی دغه څرګندونې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي، چې څو ورځې وړاندې یې یونان ته د پو’ځي برید ګواښ کړی و او ویلي یې و، “کله چې يې وخت راشي، موږ ناڅاپه راتلی شو او هغه څه چې زه یې په اړه خبرې کوم یو خوب نه دی.”
ترکیه او یونان له تېرو څو لسیزو راهیسې د اژه سمندرګي د ټاپوګانو حاکمیت پر سر اختلاف لري.
ترکيه ادعا لري، چې يونان غواړي اژه سمندرګي ته څېرمه د ټاپو ګانو په پوځي کولو سره نړیوالې هوکړې نقض کړي.
اژه سمندرګی د مدیترانې سمندر یوه برخه ده چې د ترکيې او یونان ټاپووزمې ترمنځ سیمه جوړوي. اژه سمندرګی د داردانل او بسفر تنګیو له لوري له مرمره او تور سمندرګیو سره نښتی دی.
په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې د اردوغان دغه څرګندونې “اندېښمنوونکې” بللې دي.
ترکیه او یونان دواړه د ناټو غړي دي، چې د سیاسي او نظامي کړکېچونو اوږده تاريخي مخينه لري.