ترکیې د استانبول او اسنبوغا له هوايي ډګرونو څخه په تېرو دوه ورځو کې افغانستان ته ۵۹۲ ناقانونه کډوال راستانه کړي دي. د ترکیې رسنیو څرګنده کړی، چې دغه هېواد د ناقانونه کډوالۍ
د مخنیوي لپاره په پولو کې د امنیتي تدابیرو پر زیاتوالي سربېره؛ د هغو کسانو د نیولو په اړه پلټنې روانې ساتلي، چې په ناقانونه بڼه ترکیې ته ورننوتي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو ادارې ویلي، په استانبول او انقره کې د هغو ۵۹۲ افغان کډوالو د ویستلو لپاره الوتنې تنظیم شوي، چې د ویستلو په مرکزونو کې تر توقیف لاندې دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال له پیل راپدیخوا افغانستان ته ۱۴۰ چارتر الوتنې تنظیم شوې دي. ویل کیږي، چې په دغو الوتنو کې ۲۵ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي