د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر’خا’ن مت-قي د خپل وزارت د لاسته راوړنو د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د افغانستان پر فضا د بې پیلوټه امریکايي الوتکو پروازونه د دوحې د توافقنامې او د بین المللي قوانینو خلاف عمل دی
. هغه پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان هوايي حریم نقض نه کړي او د دوحې توافقنامې ته ژمن پاتې شي. نوموړي زیاته کړه چې دمګړۍ افغانستان کې امنیت تامین شوی او افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي. نوموړي دغه راز وویل چې په تېر کال کې د هېواد ټول بندرونه
د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوي او سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي. متقي وویل، چې په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر سفارتونو خپل فعالیت پیل کړی دی. هغه وویل چې
ا.ا متوازنه پالیسي غوره کړې او له هیڅ هیواد سره به طرف ونه نیسي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اقتصاد پر پالیسي د ټینګار ترڅنګ وویل، دوی غواړي افغانستان د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د نښلولو اقتصادي مرکز وګرځوي.