تعلیم

تازه پرېکړه؛ واګه بندر به د افغان صادراتو پر مخ خلاص وي

20220721 074253
20220721 074253

افغانستان ا.ا اړوند چارواکو هېواد ته له راغلي پاکستاني سوداګریز پلاوي سره پرېکړه کړې ده چې تر دې وروسته به افغانستان کولی شي چې د واګه بندر له لارې هندوستان ته په ازاده توګه صادرات ولري

. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې لیدنه کې دغه راز پرېکړه شوې ده چې وروسته له دې به د افغانستان لارۍ د پاکستان ټولو برخو ته ازاد تګ راتګ کوي او پاکستاني لاریو ته هم ورته اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي، د ډبرو سکرو قیمت به په خپل حال وي، په صادراتو او وارداتو کې به اسانتیاوې برابرېږي، تورخم او سپین بولدک بندرونه به ۲۴

ساعته او درې نور بندرونه به ۱۲ ساعته خلاص وي او دغه راز پاکستان مکلف دی چې ټولې غیر قانوني اخاذۍ بندې کړي.

Leave a Comment