تعلیم

تازه خبر عټه مرسته رورسيده افغانستان ته

20220731 161833
Avatar photo
Written by Zwak News

د افغانستان بانک وايي، چې نن د ‏۱۴۴۴ محرم الحرام په ۲مه د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه هېواد ته را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

‏د افغانستان بانک په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري وکړي او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه له ټولو نړیوالو مالي ‏او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه به هم د افغانستان بانک سره د غوره بانکي اړیکو په پاللو کې مرسته وکړي او د بانکي اړیکو د آسانتیا په برخه کې به اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

Leave a Comment