خبرونه نړیوال خبرونه

تاجکستان؛ زموږ د پولو امنیت خراب دی، کنه هیڅ راز دوښمني له افغانانو سره نه لرو

Avatar photo
Written by Zwak News

تاجکستان؛ زموږ د پولو امنیت خراب دی، کنه هیڅ راز دوښمني له افغانانو سره نه لرو

وروسته له هغې چې تیره اونۍ د تاجکستان لوړ پوړو چارواکو د ا.ا پر وړاندې ځینې سخت غبرګونونه وښودل، او د ا.ا ځینو لوړ پوړو سر مشرانو ته يي د افغانستان د ور انوو نکو خطاب وکړ، چې داغه څرګندونې د ریيس الوزرا لومړي مرستیال عبدالغني برا در له سخت غبرګون سره مخ شوې.

ملا برا در، تاجکستان او ځینو نورو نړیوالو هیوادونو ته په اشارې او د خبرداري په توګه وويل، تاجکستان زموږ په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه کوي او باید ترې لاس واخلي.خو په ورته مهال د تاجکستان اوسنۍ ولسمشر امام علي رحمان په خپلو تازه څرګندونو کې افغانانو ته د ورورۍ خطاب کړی دی او افغانان يي خپل وروڼه بللي دي. رحمان زیاته کړي ده چې دوی هیڅ د افغانانو سره دوښمني نه لري او په وینا يي د یو ښه ګاونډي هیواد په سترګه ورته ګوري.

امام علي رحمان چې په یوه خبري کنفراس کې يي خبرې کولې زیاته کړي ده، دوی د خپلو پولو امنیت ته اندیښمن دي او په خبره يي د ا.ا.ا سره د پولو بندیدلو ستونزه نه لري، امام علي رحمان وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې دوه ورځې وړاندې د ا.ا ځینو لوړ پوړو

سر مشرانو د تاجکستان اوسني ولسمشر ته دده د خبرو په غبرګون کې ویلي وو، که نړیوال مداخله ونکړي د تاجکستان پایتخت به په پنځو ساعتونو کې تر خپل کنټــــ.رو ل لا ندې را ولو.

Leave a Comment