نړیوال خبرونه

تاجکستان: د ټولې سیمې برخلیک په افغانستان پورې تړلی دی

thumbs b c 1997565bfe4117c0450674fd1eabe21e
Avatar photo
Written by Zwak News

تاجکستان وايي د افغانستان وضعیت پر ټولې سیمې اغېز کولی شي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د مرکزي اسیا هېوادونو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې هر ډول تحولات پر سیمه اغېز لري او باید پاملرنه ورته وشي. د امام علي په خبره له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت رامنځ ته شي او نورو هېوادونو ته رامنځ ته شوې اندېښنې له منځه لاړې شي.

دده په خبره د افغانستان وضعیت پر ټوله سیمه اغېز لري ځکه له دغه هېواد سره ګڼ هېوادونه پوله لري او له دې درکه خپلې اندېښنې لري. تر دې وړاندې هم تاجکستان په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه او په خبره یې باید ټولو اقلیتونو او سیاسي لورو ته په حکومت کې د ګډون زمینه برابره کړل شي. افغان حکومت تر دې وړاندې دغه ډول څرګندونې مداخله بللې او وايي چې اوسنی حکومت ټولشموله دی.

Leave a Comment