بولټن؛ موږ افغانستان پریښود، خو موږ به پرې نه ږدي
ځینې پخواني امریکايي چارواکې په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان اوسني حالات ته په اشاره ویلي، په اوس وخت کې د افغانستان له اوسني سیاسي او اقتصادي بحراني خالات څخه امریکا ته یو لوی ګوا ښ پیښ کیدونکی دی، او ممکن د امریکا د تاریخ تو رې ورځې یو ځل بیا تکرار کړي .د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په خپلو تازه څرګندونو کې چې دې هېل نشریه ته په یوه مقاله کې لیکلي؛ د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه شرمناکه پرېکړه وه او باید امریکايي ځواکونه تر ټاکلي مودې وروسته هم پاتې شوي وای.
بولټن زیاته کړي ده، د ولسمشر جو بايډن اداره یو له ناکامو ادارو څخه وه او باید د امریکا ولس ته ددې سپینوی ورکړي، د بايډن ادارې باید دې ته پام کړی وای چې امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر مصرف کړي وو او ددې تر څنګ يي زرګونه او لکونه بې ګناه انسانانو ته مر/ ګ ژ /و بله اړولي وه، خو بیا هم په د ونه توانیده چې خپل هدف ترلاسه کړي او سرتیري ونه باسي .
بولټن د مقالې په وروستیو کې لیکلي، چې امریکا که څه هم افغانستان پرېښود خو امریکا د امریکا متحد هیوادونه به د افغانستان له خاورې په امن نشي، او يو ځل بیا به امریکا ته د افغانستان له خاورې لوی لوی ګوا ښونه جوړ شي .
د ویلوړ وړ ده، چې بولټن د امریکا د پخواني حکومت امنیت داسې سلاکار وو، چې تل یي ج/ګړه خوښوله او په افغانستان کې د ایران په ملاتړ د ج/ګړې دوام غوښتونکی وو.