طب

بواسیر څه ډول ناروغي ده لاملونه او درملنه!

20220912 090033
Avatar photo
Written by Zwak News

بواسیر څه ډول ناروغي ده؟
لاملونه او درملنه!
: بواسیر د مقعد یا د لوېې کولمې د وروستۍ برخې اړوند د وینې د وریدونو پړسوب، لوېيدل او کله کله سوري کېدل دي چې د وینې د بهیدو لامل ګرځي، په عام ډول دغه رگونه د فاضله موادو خارجولو دنده پر غاړه لري، خو که چېرې دغه رگونه د فشار یا بل څه لامله وپړسېږي او یا وینه غونډه شي نو انسان له جدي ستونزو سره مخ کوي.

بواسیر ناروغي داسې بڼه هم لري چې په سترګو نه لېدل کیږي او نه هم دردونه لري خو د انسان په داخل کې شتون لري چې د فاضله موادو پر وخت خارجیږي او تیز نیلي رنګ ته ورته رنګ .
ددې ناروغۍ دوه ډوله دي، چې خارجي او داخلي (خوني او بادي) ورته ویل کیږي، که د مقعد په داخل کې وي داخلي ډول او که د مقعد وروستۍ برخه کې وي نو خارجي ویل کیږي، داخلي یا بادي یې درد هم کم لري او په سترګو هم نه لېدل کیږي خو خارجي یا خوني یې بیا دردونه هم لري او د فاضله موادو د وتلو پر مهال وینه هم ځي، د لندن په یوه دولتي روغتون کې یوه مشهور جراحي ډاکټر «نیک ویسټ» وایي: په داسې وخت کې عاجل ډاکټر ته رجوع کول پکار دي، ځکه چې دا د پټ بواسیر نه ډېر خطرناک دی.

په دغه ناروغۍ ښځې او نارینه ټول اخته کېدی شي، خو د ۴۵ نه تر ۵۰ یا تر دې زیات عمره کسان پرې ډیر اخته کیږي.د ناروغۍ درجې او نښې په لاندې ډول دي:تشناب ته له تلو وروسته د مقعد په وروستۍ برخه کې درد او سوزیدنه، د وړې پوکاڼۍ په شکل فاضله موادو کولو نه وروسته د مقعد داخل کې وي، خو پخپل ځای پاتې وي.


تشناب ته د تلو پر مهال د وینې بهیدنه یا موجودیت، د ضرورت پوره کولو نه وروسته د مقعد څخه بهر راوځي، په دې کې غونډه شوې وینه خارجیږي خو بیرته خپل ځای ته پخپله ځي.
په مقعد کې د یوې کتلې یا دانې را منځته کېدل، دا درجه یا نښه دویمې درجې ته ورته ده، خو هغه پوکاڼۍ شکله شی چې د مقعد څخه بهر راوځي، د ګوتې په واسطه ننویستلو ته اړتیا لري، خو که مونږ په دغه وخت کې د ګوتې استعمال ونکړو، پوکاڼۍ د مقعد څخه بهر پاتې کیږي.
د مقعد تورم پړسیدنه او التهاب، دا تر ټولو خطرناکه درجه یا نښه ده، او اکثره د مقعد دننه عملیاتو ته اړتیا لري، کوم چې د مقعد دننه یې ستونزه پیدا کړې وي.


د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه
بواسیر مختلف لاملونه لري، د ډاکټر«نیک ویسټ» په وینا، د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه د فاضله موادو د وتلو پر وخت زور یا فشار راوستل دي، په تېره چې بیا انسان چاغ هم وي نو د مقعد په رګونو یې فشار زیاتیږي او د بواسیر لامل جوړیږي.
روزانه د اوږدې مودې لپاره کېناستل (په ځانګړي ډول د پښو په سر کېناستل پر رګونو فشار راولي) یا ودرېدل، د ښځو امیدواري او د مقعد ځای سوزېدل (دغه نښه یې تر ټولو چټکه او ښکاره نښه ده چې ژر ترې د بواسیر ناروغي هم څرګنديږي).
سربېره پر دې داسې ناروغۍ چې د بواسیر لامل جوړیږي او یا هم ددې ناروغۍ رامنځته کېدو کې مرسته کوي، اوږدمهاله ټوخی، اوږدمهاله نس ناستې ناروغي او یا هم داسې میراثي ناروغي چې د بدن په داخل کې وي، شاملې دي.


د بواسیر ناروغۍ درملنه:
باید داسې کارونه وکړل شي چې د ناروغۍ مخنیوي کې مرسته وکړي، ددې لپاره لاندې نسخې عملي کړئ:
تشناب کې د ډکو متیازو لپاره په ارامه کښینئ، او هڅه مه کوئ چې زور ووهئ، همدا ډول ډېر وخت مه تېروئ، تشناب ته د ژر ژر تلو لپاره زړه ښه کړئ خو په یو وار ډېر وخت مه تېروئ.


په خوراکونو کې د فایبر کچه زیاته کړئ، په اصطلاح د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ، همدا ډول د ګرم خوراکونو څخه ځان وساتئ (خو باید وویل شي چې ګرم خوراکونه پر هر چا بد اغیز نه کوي).
په مناسبه اندازه پیدل تګ وکړئ (د ورځې په اږدو کې د نیم ساعت په اندازه)، له اندازې ډېر پیدل تګ هم د بواسیر لامل جوړیږي.


زیاتې اوبه وڅښئ، ډیرې اوبه څکل هیڅ ډول تاوان نه رسوي، نو د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه دوه نیم لیتره اوبه وڅکئ، او همدا ډول د سګریټو له څکلو څخه هم ځان وساتئ.
همدا راز ددې ناروغۍ پر وخت د درد کمولو لپاره باید لاندې لارې غوره کړل شي:د درد کمولو لپاره استراحت، د درد انتي بیتیک او د رګونو یو ډول (منقبضوونکي) کریمونه استعمال کړئ.

Leave a Comment