خبرونه

بلخي د نجونو د ښوونځیو پرانیستو په اړه نوی اعلان؛او د خلکو خوشخالي

np file 148777 750x375 1
Avatar photo
Written by Zwak News

افغان حکومت وايي د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره داخلي هڅې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی ښوونځيو ته د نجونو د تګ ملاتړي دي خو په دې مسئله ځینې اختلافونه موجود دي چې د حل لپاره یې پراخې هڅې روانې دي.

د بلخي په خبره ژر به دغه ستونزه حل شي او د ښوونځيو دروازې به د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې افغان حکومت د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي او په خبره یې ځینې محدودې کړۍ شته دي

چې د اوسني حکومت د کمزوري کولو په مانا دي او په خبره یې دو به بریالي نه شي ځکه د اوسني نظام زیانمنېدل د ټولو اړخونو په زیان دي.

Leave a Comment