د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زداري ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. زرداري دا څرګندونې د فرانسې ۲۴ چینل سره په مرکه کې کړې دي
. هغه خواشیني څرګنده کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو ژمنو سره سره نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې منځنیو ښوونځيو ته ولاړې شي. زرداري ویلي
، د افغانستان سرپرست حکومت چې نړیوالې ټولنې سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې سرته نه دي رسولي او له همدې امله یې حکومت نړۍ په رسمیت ونه پېژانده. هغه پر هند هم
نیوکې کړې دي چې اوس یو سیکولر هیواد نه دی او د هندوانو پر یوه هېواد بدل شوی او هلته پر مسلمانانو ظلمونه کیږي. تراوسه د افغانستان او هند حکومتونو د بلاول زرداري د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلي