د چټکو مرستو د نشتون په صورت د ماشومانو د م ړ ینو د زیاتوالي له خبرداري وروسته، اوس د بریټانیا دولت اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې، لیز تراس ویلي چې په افغانستان کې ځینې خلک د خپل بدن غړي پلوري چې دا د ډيرې اندېښنې وړ خبره ده.
په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو د احتمالي م ړ ینې رپوټ له خپرېدو وروسته، د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له دغه هېواد سره د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره، په خپلو مرستو کې ۱۰۰ میلیونه پونډه زیاتوي.
تر مخکې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مخکینی مرستیال اعلان کړی و چې له افغانستان سره د چټکو مرستو د نه ترسره کېدو په صورت کې به،
په دغه هېواد کې تر مارچ میاشتې پورې درې میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ مخ شي.