د بشري حقونو په برخه کې د بريتانيا استازي ويلي، چې هيواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو جدي
ننګونو په ځانګړي توګه د ښځو او اقلیتونو سره د زور زیاتي په اړه اندېښنمن دی. د بشري حقونو لپاره د بریتانيا سفیرې او په ملګرو ملتونو کې د دغه هیواد د دایمې استازي مرستیالې ریتا فرينچ د بشري حقونو شورا ته په
وینا کې ويلي دي چې افغانان د امن ژوند حق لري او د بشري حقونو د سرغړونو پېښو د څیړلو غوښتنه کوي. په ژنيو کې د بریتانیا دغه استازې وایي، له افغانانو سره به یې لاسنیوی او مرستې دوام ولري او بریتانیا سږ کال ۲۸۶ میلیونه پونډه ژمنه کړې، چې د
لومړنیو بشري اړتیاو سره مرسته وکړي چې د ژوند ژغورنې په دې مرسته کې ښځې مهم رول لري. دغې بریتانوۍ استازې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځیو ښوونځیو د بندیدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونو یې ښوونځي ته نه پریښودل کیږي.