خبرونه

بريتانيا افغانانو لپاره يو ډير زبردست خبر اعلان کړو

BackgroundEraser 20220826 164525387
Avatar photo
Written by Zwak News

بریتانیا حکومت غواړي هغه ۱۰ زره افغانان چې له کابله دې هېواد ته لېږدول شوي او د بریتانیا په هوټلونو کې استوګن دي

، د محصلینو لیلیو ته ولېږدوي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت نن د هغو کسانو د شمېر جزیات خپاره کړي، چې یو کال مخکې پر افغانستان د ا.ا له واکمنېدو

وروسته ایستل شوي وو. بریتانیا حکومت وايي، له افغانانو سره کړیو ژمنو ټینګ ولاړ دي. د دې معلوماتو له مخې تمه کېږي، بریتانیا کې به راتلونکی کال داسې ۳۵۰۰ افغانان ومنل شي، چې له احتمالي خطر سره مخامخ دي. تېر کال چې افغانستان کې ا.ا واکمن شو، بریتانیايي

چارواکو ژمنه وکړه، چې د پنځو کلونو موده کې به ۲۰ زره افغانان بریتانیا کې مېشت کړي. هغه شمېرې چې نن خپرې شوې ښيي چې اوس هم له افغانستانه بریتانیا ته لېږدول شوي، ۹۶۶۷ کسان په ۶۶ هوټلونو کې په موقت ډول استوګن دي.

Leave a Comment