سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر «جو بایډن» د کانګرس مشرانو ته په یوه لیک کې ویلي چې غواړي د افغانستان نوم د غیرناټو د عمده متحد په توګه له لېست څخه لرې کړي.
په دغه لیک کې، چې د چهارشنبې په ورځ، د سرطان په ۱۴ مه کانګرس ته استول شوی، د ولسمشر بایډن له قوله راغلي: ” غواړم د غیر ناټو د عمده متحد په توګه د افغانستان د موقف د لغوه کیدو په اړه تاسې ته خبر درکړم.”
امریکا په 2012 کې افغانستان د خپل لوی غیر ناټو متحد په توګه اعلان کړ، چې د کابل او واشنګټن لپاره یې د اقتصادي او دفاعي اړیکو د ساتلو لپاره لاره هواره کړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د دغه دريځ په لغوه کولو سره به د امريکا متحده ايالات د ناټو ١٨ لوى غير ناټو متحدان ولري چې ارجنټاين، اسټراليا، بحرين، برازيل، کولمبيا، مصر، اسرائيل، جاپان، اردن، کویټ، مراکش، نیوزیلینډ، پاکستان، فیلیپین، قطر، سویلي کوریا، تایلینډ او تونس.
د امریکا دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له ۲۰ کلونو وروسته یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول.
په افغانستان کې د امریکا په دې شل کلنه جګړه کې شاوخوا ۲۴۶۱ امریکايي پوځیان وژل شوي او څه باندې ۲۰ زره نور سرتېري ټپیان شوي دي.