نړیوال خبرونه

بایډن: ټرمپ او پلویان یې د ډیموکراسۍ دښمنان دي

biden rt trump ap rc 200829 hpMain 16x9t 608
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا ولسمشر جو بایډن په مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ځینو پلویانو یې سختې نیوکې وکړې او هغوی یې د امریکا د دیموکراسۍ دښمنان وبلل. بایډن د جمهوري غوښتونکي ګوند هغه غړي او پلویان وغندل چې

د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا بیا ستره کړه نظریې ملاتړ کوي. نوموړي د پنسلوانیا په ایالت کې د وینا پر مهال د خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې ددې مفکورې په خلاف مبارزه وکړي. بایډن د ډونالډ ټرمپ

د پلویانو لخوا د کانګریس په ماڼۍ برید کولو ته په اشارې سره وویل چې په امریکا کې د سیاسي تاوتریخوالي لپاره هیڅ ځای نشته. هغه د ټرمپ په پلویانو تور ولګاوه چې غواړي دا هیواد شا ته بوځي. بایډن خبرداری ورکړی چې په هیواد کې برابري او دیموکراسي د برید لاندې دي.

Leave a Comment