خبرونه

بایډن: د مارک فرېرېکس خوشي کولو لپاره مو سختې پرېکړې وکړې ځکه

20220920 090801
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې د افغانستان له اوسني سرپر”ست حکو”مت سره یې د خپل يوه وګړي د خلاصون لپاره سختې پرېکړې کړې دي.

راپورونه ښيي چې امریکایي وګړی مارک فرېرېکس چې شاوخوا ۳۰ میاشتې مخکې ط: نيولی و، د وږي په ۲۸مه ط: ته له نږدې کس بشر نورزي سره په تبادله کې خوشی شو.

د راپورونو له مخې، حاجي بشر نورزی د کندهار يو ملي سوداګر او د ط: له مهمو کسانو دی چې په ٢٠٠٥ کال کې په امريکا کې “د نشه‌يي توکو د قاچاق” په تور ونيول شو چې بيا وروسته د يوې امريکايي محکمې له لوري د عمري قيد پر سزا محکوم کړل شو.

له سپینې ماڼۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بایډن د فرېرېکس کورنۍ ته ټېلېفون وکړ او د هغه د ازادېدو زېری یې ورکړ.

Leave a Comment