نړیوال خبرونه

بايډن د نوي حکومت څخه یوه، مهمه غوښتنه اعلان او وکړه

1313 2
Written by Zwak News

بایډن له نوي افغان حکومت د یوه بندي امریکايي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده. د امریکا ولسمشر جو بايډن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان نوی حکومت د رسمیت پېژندلو آرمان لري، نو باید مارک فریچرز ازاد کړي ځکه دا مسئله د مذاکرې وړ نه ده.

بایډن وايي هغه یو متقاعد امریکايي وګړی دی، چې په تېرو لسو کلونو کې یې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي. دده په وینا طا لبان حق نه لري چې بېګناه او ملکي وګړي برمته کړي. امریکايي حکومت وایي چې مارک په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې تښتول شوی دی او له طا لبانو سره بندي دی.

هغه د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله هم ددې کس له خوشي کولو سره تړلې ده. بلخوا بایډن امریکايي وګړو ته ډاډ ورکړی چې د دوی خپلوان او دوستان که په هر هېواد کې بندي او برمته وي د خلاصون لپاره یې هڅې کېږي.

Leave a Comment