تعلیم

بايډن تيره ورځ کابل کی د ډرون بريد په اړه بشپړ جزيات خپره کړل

BackgroundEraser 20220802 081650644
Avatar photo
Written by Zwak News

جو بایډن:
کابل کې مو د الظو اهري پر ضد بریالي عملیات ترسره کړل

امریکا وایي افغانستان کې یې په یوه هوایي برید کې د القا عده شبکې مهم غړی ایمن الظو اهري‌ وژلی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال وویل چې له څه مودې

راهیسې یې په کابل کې یو هدف په نښه کړی و، خو لس ورځې وړاندې یې د امریکا مرکزي‌ استخباراتي ادارې ته ددغه هدف د ویشتلو امر کړی دی. دده په وینا په دې برید کې یې د القا عده شبکې مشر ایمن الظو اهري وژلی دی. بایډن په خپلو خبرو کې وویل چې هغه د امریکا پر ضد پراخو عملیاتو او بریدونو کې لاس درلود او په وینا یې له


دې وروسته نشته دی.
بایډن دا د امنیتي‌ ادارو لاسته راوړنه بللې ده او تر څنګ یې ټینګار کړی دی چې دغه ډول عملیات به په افغانستان کې ادامه ولري. د بایډن په وینا اجازه نه ورکوي‌ چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز واوړي او نړۍ ته له دې ځایه ګواښونه جوړ شي.

Leave a Comment