د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له افغانانو سره د همکارۍ او بشري مرستو لپاره کابل ته د هند د تخنیکي ټېم د راتګ هرکلی وکړ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت تیر ماښام وویل چې په افغانستان کې له وروستۍ زلزلې ځپلو سره د مرستو مدیریت لپاره د دوی یو تخنیکي ټېم کابل ته له رسېدو سره د دغه هیواد په سفارت کې ځای پر ځای شوی دی.
هند ویلي چې په دې وروستیو کې د خپلو بشري مرستو د څارنې لپاره هم دپلوماتیک پلاوی افغانستان ته تللی و او هلته یې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
او په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ارزونه یې هم کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت افغانستان خپل یو تاریخي دوست بللی او زیاته کړې ده چې د بشري مرستو ترڅنګ به له افغانستان سره ددغه هیواد پراختیايي تګلاره دوام ولري.
پر همدې مهال د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د تخنیکي ټېم استولو په اړه د هند د پرېکړې هر کلی کړی دی.
یاد وزارت ویلي چې افغانستان ته د هند د دیپلوماتانو راتګ او سفارت بیا فعالول دا ښيي چې په دغه هیواد کې خوندي چاپيریال را منځته شوی او د هر ډول سیاسي او دیپلوماتیکو حقوقو درناوی یې کیږي.