د طا لبا نو مشرانو خبرداری امریکا ته؛ د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې ماکوئ، ګني پیښمان به شئ
د افغانستان د نوي حکومت له لوري امریکا ته په د وروستیو کې د پرلپسې خبرداریو راپورونه ورکول کیږي، چې په ورته مهال د ا.ا او همدا شان د امریکا د بهرانیو چارو وزارت ځینې کارکونکي او د یاد هیواد ځینې نور لوړ پوړي چارواکې دوحې ته د څو ورځیني سفر په موخه رسیدلي دي. د راپورونو له مخې د ا.ا د بهرانیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د امریکايي لوړ رتبه پلاوو سره کتلي دي، او ورته يي د خبرداري په توګه ویلي دي،
چې امریکا دې په افغانستان کې د بې ثباتي هڅه نکوي کنه پیښمانه به شي، او دا ډول کړنې د هیچا په ګټه نه دي او نه به وي.متقي چې د یادې غونډې پر مهال د رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د امریکايي لوري سره یي لیده کته ګټور وو او یوه مثبته پایله به ولري او په وینا يي یوې بې طرفه توافقنامې ته رسیدلي دي .
د ویلوړ ده، چې په یاده غونډه کې د افغان پلاوو له لوري ټینګار شوی دی، چې ګني ګډ حکومت به جوړیږي او افغانان به د يو ټولشموله حکومت شاهدان وي، خو په وینا يي چې د ګډ حکومت په جوړولو کې د چا فرمایشات او معاملې نه منل کیږي، تر څو په راتلونکي کې افغانستان د بیا اشغال مخنیوی شوي وي.
د یادلو وړ ده، چې دا د ا.ا د پلاوو لومړۍ ځل دی چې د امریکايي پلاوو سره مخامخ لیدنه کوي.