امریکا ته د ا.ا.ا نوی خبرداری؛ د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی، امریکا باید د افغانستان حریم ته درناوی وکړي.
وروسته له هغې چې سپینې ماڼۍ ا.ا.ا ته په اشاره دوه ورځې وړاندې په یوه خپره شوي اعلامیه کې ویلي وو، چې د افغانستان پر خاوره زموږ هوايي ځواک اجازې ته اړتیا نلري او کولائ شي په ډاډه زړه ترهګریزې ډلې په نښه او له منځه یو سي. همدا شان د سپینې ماڼۍ لوړ پوړو جنرلانو زیاته کړي وه چې دوی اوس پر افغانستان بشپړ څار او کنټرول لري او د ترهګرو په ځپلو کې به هيڅ د ا.ا.ا اجازې ته اړتیا ونلري.
خو په ورته مهال، د ا.ا.ا په خپله تازه اعلامیه کې امریکې ته د خبرداري په توګه ویلي، د افغانستان د هوايي حریم څخه له اجازې پرته ګټه اخیستنه به درته بدې او بدیلې پایلې ولري ، په اعلامیه کې زیاته شوي هیڅ هیواد حق نلري چې د افغانستان له هوايي حریم څخه غیر د اجازې څخه ګټه واخلي. راپور کاږي د امریکا په ګډون ټول غړي هیوادونه باید د افغانستان هوايي حریم ته درناوی وکړي.
ا.ا.ا په تازه اعلامیه کې زیاته شوي، چې دوس اوس په ټول افغانستان کنټرول لري او د افغانستان د هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا مسوولیت ټول دوی ته راجع کیږي او په وینا يي به کامله معنا به يي ساتنه کوي.
د یادولو وړ ده، چې ا.ا.ا وروسته له هغې ورته دا ډول اعلاميې خپروي چې د هیواد له بېلابیلو ولایتونو کې پر سوشل میډیا داسې خبرونه ورکول کیږي چې هره ورځ پر فضاء نا پیژندل شوي الوتکې ګرځي، چې د عام ولس د اندېښنې سبب شوي دي.