ایلون ماسک:
د تأیيدۍ نښه لرونکي باید هره میاشت له ۵ څخه تر ۲۰ ډالر فیس ادا کړي.
وايي، دوی دې له دغې پروسې سره ځانونه ثبت کړي، ګنې ټیک مارک ترې اخلو.
ټویټر کې له ۴۰۰ زره زیات خلک د تأييدۍ نښه لري.
د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د ټيسلا بريښنايي موټرو شرکت مالک ايلن ماسک ټويټر د ۴۴ مليارده ډالرو په بدل کې وپېره.
د رويټرز خبري اژانس د راپور سره سم د ټويټر او ايلن ماسک ترمنځ دغه تړون د دوشنبې په ورځ سر ته ورسېده، چې د ټويټر کنترول د نړۍ شتمن کس ته انتقال شو او ټويټر يو شخصي شرکت وګرځېد.
د راپورونو له مخې له دغې تړون وروسته ايلن ماسک د ټويټر يوازينی سهم لرونکی شو، او دا په تاريخ کې د يوه شخصي شرکت تر ټولو لويه سودا ده.
ايلن ماسک د اپريل په پېل کې د ټويټر تر ټولو زيات سهم لرونکی شو، چې وروسته يې ددغه پليټ فارم د اخيستلو پريکړه وکړه.
نوموړي وايي چې غواړي د بيان ازادي په اړه کار وکړي او دا دده پروحت په ټويټر کې ممکنه ده، چې د همدې لپاره يې دغه سودا وکړه.
د ماسک په وينا ټويټر کې به يو شمېر نوې ځانګړتياوې رامنځته شي.
د راپورونو له مخې له دغې تړون وروسته د ټويټر په سهم کې ۶.۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.