ایرو ایشیا رېو ېو؛ پاکستاني طا لبا ن به، تر هغې په شا نشي، تر څو نظام بدل نه وي
وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دوه ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې ګني د افغاني ا.ا په ملاتړ يي د پاکستاني ټي ټي پي ډلې سره د سولې خبرې روانې کړې دي او ممکن ژر یي نتیجه مثبته شي، چې وروسته بیا یادې څرګندونې د ټي ټي پي د ځینو مخکښو سرمشرانو له سخت جدي غبرګون سره مخ شوې، او دا څرګندونې يي بې بنسټه وبللې، چې ګني ددوی سره د سولې خبرې جریان پیدا کوي.
خو په ورته مهال ځینو نړیوالو او د پاکستان له اب هوا څخه با خبر هیوادونو په خپلو تازه بیانونو کې ویلي دي،چې ممکن پاکستاني ټي ټي پي ډله د خپل کړي قصد څخه تیره نشي او د پاکستاني حکومت پر وړاندې خپل دریځ او مقاومت جاري وساتي. ایرو ایشيا Review په خپل تازه راپور کې ویلي دي ، چې ګني د ټي ټي پي ډلې وروستیو ګوا ښونو ته په نظر دا ډله به د خپل کړي قصد او موخې څخه تیره نشي، چې موخه يي د اوسني نظام اسلامي کیدل دي.
سرچینه کاږي چې په اوس وخت کې ټي ټي پي تر بل هر وخت قوي شوي او د یو خاص پلان مطابق روانه ده او زیات امکان شته، چې د ټي ټي پي ډلې په وړاندیز ځینې افغان ا.ا هم د یاد نظام په اسلامي کیدلو کې له ټي ټي پي ډلې سره مرسته او همکاري وکړي، او پاکستان ته راشي .
ایرو ایشیا رېو رېو زیاته کړي ، چې ټي ټي پي د پاکستاني حکومت د بد چلند له امله رامنځته شوي، او په هیڅ ډله او ګوند پورې تعلق نه ساتي