خبرونه

ایران: یوازې ټولشموله حکومت په رسمیت پېژنو

ccccccccccc 850x570 3
Avatar photo
Written by Zwak News

ایران وایي په افغانستان کې یوازې یو ټولشموله حکومت په رسمیت پېژني. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړي دي او له دغه هېواد سره ښې او پراخې اړیکې پالي.

دده په وینا دوی د رسمیت پېژندلو په مسئله کې دوی خپل لیدلوری لري او هغه حکومت به په رسمیت پېژني چې ټولشموله او د افغانانو د منلو وړ وي. نوموړي په تهران کې د افغان سفارت په اړه هم ویلي چې دا سفارت یوه ټولشموله حکومت ته تسلیمولی شي.

ایران تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړي دي او د دایمي سولې او ثبات د راتګ لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

Leave a Comment