ایران وايي د اټومي بم د جوړولو وړتیا لري. ایراني چارواکي وايي په وروستیو کې یې د یورانیمو د غني کولو بهیر پراخ او چټک شوی دی او دوی ددې وړتیا لري چې اټومي بم تولید کړي.
د ایران د مذهبي مشر یوه امنیتي سلاکار په خپله یوه مرکه کې ویلي، چې دوی نړیوالو قوانینو ته درناوی لري کنه که وغواړي ډېر ژر اټومي وسلې تولیدولی شي.
هغه زیاته کړې چې په څو ورځو کې یې ۶۰ سلنه یورانیم غني کړل چې ډېر په اسانۍ دا کچه تر ۹۰ سلنې رسولی شي او د اټومي بم د جوړولو جوګه به وي.
ایران داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې له امریکا سره په غیر مستقیمه توګه پر اټومي مذاکراتو بوخت دی خو پایله نه لري.