ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان لوري خپله حقابه غواړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ددغه هېواد پارلمان ته په یوه وینا کې
ویلي چې دوی له ترکیې او افغانستان خپلې حقابې ارومرو غواړي. دده په وینا آن که یوه قطره حقابه یې هم د هلمند په سیند کې وي نو په اخیستلو به یې ټینګار کوي. هغه زیاته کړې چې له ترکیې سره هم د اوبو پر سر شته
ستونزې حل کوي او له دغه هېواد د اوبو حق غواړي. ایرانی لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت وايي، ایران ته یوازې د شوو هوکړو پر بنسټ اوبه ورکوي او تر دې ورهاخوا به له ایران سره د اوبو په تړاو هېڅ راز نوې هوکړه یا قرار داد رامنځته نه شي.