ایران وایي امریکا په سیمه کې د کشمکشونو جوړولو په لټه کې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه خبري کنفرانس کې سیمې ته د بایډن پر سفر او د هغه پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښوودلی دی.
نوموړي ویلي چې د ایران وېرولو سیاست ناکام دی او امریکا د همدې ماتې خوړلي سیاست لمن نیولې او ایران ته ګواښونه کوي. کنعاني همدا راز وایي چې په سیمه کې د امریکا د حضور په اړه د بایډن څرګندونې هم په کلکو ټکو غندي دي او دا په دې مانا دي چې امریکا په سیمه کې ناندریو، جګړو او کشمکشونو ته ادامه ورکوي.
ایران یو ځل بیا خپل اټومي پروګرام سوله ییز بللی او په وینا یې دفاع ترې کوي. تېره ورځ بایډن سیمې ته سفر درلود او له عرب چارواکو سره یې د لیدنې پر مهال وویل، اجازه نه ورکوي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.