نړیوال خبرونه

ایران: امریکا هڅه کوي افغانستان کې د ثبات مخه ونیسي

20220724 201238
Avatar photo
Written by Zwak News

ایران وایي امریکا افغانستان کې د ثبات د راتګ په مخنیوي بوخته ده. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان کې د ځينو ډلو له فعالیت اندېښنه لري، خو په دې هر څه کې د امریکا لاس ښکاري.

د قمي په خبره امریکا پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې د دایمي ثبات د راتګ مخه ونیسي او نه غواړي چې سیمه له امنیت او ډاډ برخمنه شي. ایران تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي چې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کړي او سیمې ته بې ثباتي راولي. دغه ایرانی ديپلومات دمګړی په اسلام اباد کې دی او له پاکستاني چارواکو سره یې هم د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

Leave a Comment