ایا پوهېږئ چی د نوکانو يوه برخه ولې سپینه ده
د ډېرو خلکو د نوکانو اخېري برخه سپینوالی لري،
مګر شاید ډېر په دې نه وي پوه چې ولې؟
راځئ نن له همدې راز څخه په سرخط کې خبر شئ چې اصل خبره څخه ده.
د دې سپینوالي اصلي ساینسي نوم Lunula Unguis دی او په راتلونکي کې ستاسې د روغتیا او سرګرمۍ لور ته اشاره کوي.
که چېرې مو دا سپینوالی له اتو نيولې تر لسو نوکان پورې لري؛ نو پوه شئ چې د بدن دفاعي ځواک مو ښه روان دی او ستونزه نه لري، خو که چېرې د همدې برخې رنګ خړ او یا يې هم اندازه کمه وي، پوه شئ چې روغتیا مو سمه نه ده او د کمزورۍ احساس کوئ.
روغتیايي څېړونکي په دې باور دي چې د جسمي او روحي ناروغیو او د غذايي قلت له کبله د نوکانو رنګ او شکل توپیر کوي او له همدې کبله ډېری وخت ډاکټران د خپلو ناروغانو د معاینه کولو پر مهال د هغوی نوکان ګوري.