که مو عمر يو څه ډېر شوی وي او فکر کوئ چې څوک به مو خواستګاري ته رانشي او د دې مسالې په اساس هر چاته د هو ځواب واياست تېروتنه کوئ. تاسې بايد د بې غوره، بې کماله او بې کسب کاره لوده خاوند له لرلو په مجردۍ شکر وباسئ.
۲ ـ ځينې نجونې ځان ته په کمه ګوري يانې فکر کوي چې ښه کس به يې و نه غواړي او پدې اساس د هر کس نا کس رويباري (خواستګاري) ته د هو ځواب وايي. اړينه ده چې په خپلو مثبت ټکو تمرکز وکړئ او د ښه ژوند هيله و پالئ.
۳ ـ ځينې نجونې بيا هيله لري چې خاوند يې بايد لکه د فلمونو هيروګان بيخي چهار پنج وي، چې دا هم يوه تېروتنه ده او دغسې کسان يوازې په فلمونو کې وي په عادي ژوند کې نشته.
۴ ـ يوازې په منفي ټکو تمرکز کول هم تېروتنه ده، ځينې نجونې بيا د مقابل کس سل ښې ځانګړنې نه ويني خو يوه منفي نقطه يې کلکه نيولي وي او له واده انکار کوي. چې دا هم تېروتنه ده، بې عيبه انسان نشته او بلکې ښه انسان هغه دی چې عيبونه يې کم يا منفي ټکي يې لږ وي.
۵ ـ ځينې نجونې چې لوړې زده کړې لري، لوی خيالونه هم لري او په چا يې سترګه نه ډکيږي، په دوی وخت هم ووزي او د بېځايي هيلو په اساس د واده په ټاکنه کې دوه زړې وي او يا داسې ټاکنه وکړي چې هېڅ ورته مناسب نه وي. دوی بايد خپل نفس مهار کړي او داسې خاوند وټاکي چې ښه انسان وي.
۶ ـ ځينې نجونې لا داسې هم شته چې د خاوند په سړيتوب پسې نه ګرځي بلکې د هغه په کورنۍ او شتمنۍ پسې يې سترګې خښې کړې وي، کله چې واده شي ورځ يې ترخه وي او له ژوند ناراضه وي. چې داهم تېر وتنه ده.
۷ ـ د نجونو بله تېروتنه دا ده چې ضد يا بې ځايه غيرت و غرور يې ژوند ور تبا کړی وي، دوی د يو چا له قصده له يوه نا مناسب کس سره واده کوي او خپله راتلونکې باندې هېڅ غور نه کوي.
مو په تېر ژوند کې د ښو وګړو خواستګارۍ رد کړې وي آرمان يې مه کوئ. د راتلونکې لپاره ښه فکر وکړئ او تياری ورته ونيسئ.
ـ د واده په مساله کې يوازې په خپله ګټه او راتلونکې فکر وکړئ او د هېچا په خاطر قرباني مه ورکوئ.
یادونه: خاوند/ مېرمن وسايل نه دي چې که خراب شو بل به واخلئ او يا به يې بېرته خرڅ کړئ، زموږ تاسې وطن کې خو بيا طلاق هم ناممکنه مساله ده، اړينه ده چې د خاوند په ټاکنه احساساتي چلند ونه کړئ، تر څو چې خپله ډاډه شوي نه ياست د نورو خلکو په خوښه مه راضي کېږئ، د خاوند په شتمنۍ پسې سترګې مه ګنډۍ بلکې د اخلاقي معيارونو په اساس له يوه کس سره واده وکړئ… په واده کولو لازم غور او ښه انتخاب مو راتلونکی ژوند له غمونو ژغورلی شي.