افغانستان اقتصاد خبرونه

اکبر؛ بشري مرستې د یو هیواد رسمیت پیژندلو سره ندي تړلي

295 2 1 2
Avatar photo
Written by Zwak News

بشري مرستې د رسمیت پېژندلو له مسئلې سره اړیکه نه لري. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په اروپايي پارلمان کې د خبرو پر مهال ویلي، چې میلیونونه افغانان د نړیوالو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او باید لاسنیوی یې وشي.

د نوموړې په خبره د بشردوستانه مرستو رسول په افغانستان کې د نوي حکومت له رسمیت پېژندلو سره اړیکه نه لري او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د افغانانو په ژغورنه کې لټي و نه کړي.

د اروپايي پارلمان ځينو غړو هم ټینګار کړی چې باید له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي څو د ژمي په دې سخت موسم کې د میلیونونه خطر سره مخ کسانو ژوند وژغورل شي.

Leave a Comment