حفظ الصحه او sanitation ( پاکوالي ، منظم ډول په خانګړي ډول ډوډې څخه مخکې او د ډکو متيازو کولو څخه وروسته لاسونه په صابونو مينځل ، او داسې نور ) بايد په جدي توګه مراعت شي چې د معدې ميکروب تر څنګ د نورو ډيرو ساري ناروغيو خپريدو مخنيوی وشي . دا د ايچ پايلوري په خپريدو يا ليږد او مخنيوي کې يو مهم فکتور شميرل کيږي .
🟢 2 – په هوټلونو ، ريسټورانټونو او په نورو ځایونو کې هغه وسائل چې خوراک په وخت کې بار بار استعماليږي ( کاشوغې او کاشوغ پنجې ، د اوبو يا د چايو ګيلاسونه ، پليټونه ، کاسې او داسې نور ) د هر ځل خوارک څخ وروسته يو وار په درست ډول د کالو مينځلو پودرو سره ومينځل شي او که ممکن وي ځينې وسايل لکه کاشوغې ، کاشوغ پنجې ، د اوبو او چايو ګيلاسونه يو وار مصرف وکارول شي . نويو څيړنو په واسطه ښودل شوې چې په هوټلونو کې زيات وخت خوراک د ايچ پايلوري خپريدو یو مهم لامل کیدلی شی .
🟤 3 – يو کس چې د معدې اعراض ولري او ايچ پايلوري ټسټ يې مثبت وي ، دده سره نور ډير نژدې اوسيدونکي کسان لکه ښځه او خاوند او بچي هم د ايچ پايلوري لپاره معاينه او تداوي شي تر څو د نوموړي شخص په فاميل کې په پشپړ ډول ايچ پايلوري محوه او د بیا راتګ څخه يې هم مخنيوی وشي . ( په څيړنو کې دوباره اخته کيدنه wشر ) ناروغيو او ګيلو څخه پرته يعني په روټين ډول د ايچ پايلوري په معايناتو ډير تاکييد نه کيږي ، ځکه چې 90% اخته کسان بې عرضه يا ناروغي نلري او کوم مشکل نه پيدا کوي . هغه چې مشکل حد ته رسيږي لمړی د معدې داخلي طبقې پړسوب ( Gastritis ) رامنځته کوي او په نتيجه کې د معدې ګيلې پيدا کوي . خو که څوک د خپلې روغتيا د ارزونې لپاره معاينات ترسره کوي غوره ده چې ايچ پايلوري هم معاينه شي .
🟢 5 – ايچ پايلوري لپاره توصيه شوې دوا بايد په منظمه ، درست او په بشپړ ډول وخوړل شي چې د کاميابې تداوې او ايچ پايلوري د بشپړ ورکيدو لپاره يو مهم کليدي فکتور ګڼل کيږي .
🔵 6 – د تدواې په وخت او له تداوی پرته هم ټولو مخرشو خوراکونو يا Spacy foods ( مصالحه لرونکي ، سره شوي او کلک خوراکونه) او مشروباتو کارولو کې ډير احتياط وشي ځکه چې دا د معدې مخاطي طبقې تخرشيت او افرازاتو زياتوالي په نتيجه کې ګسټرايټس ( د معدې پړسوب ) نور هم زياتوي او د دوا تحمل يا برداشت خرابيدو په نتيجه کې د تداوۍ د ناکميدو سبب ګرځي .
🩺 نوټ : په اوسني وخت کې نړئ
Gastroenterology
ټولې ټولنې يا اتحاديې په دې يو نظر دي چې ايچ پايلوري بايد په دواړو حالاتو ( 90% بې عرضه او 10٪ اعراضو لرونکو ) کې تداوي او له منځه يوړل ( محوه يا Eradicate) شي . تر څو يې خپريدنه يا ليږد کم شي او په نتيجه کې د ايچ پايلوری له امله پېښدونکو خطرناکو مشکلاتو ( پيپټيک زخمونو او معدې کنسرونو) څخه مخنيوی وشي .
🔴 هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .
☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه