خبرونه

ايران ځينې افغان کډوالو ته يو ډير زبردست خبر اعلان کړو

BackgroundEraser 20220814 200246565
Avatar photo
Written by Zwak News

ایران دبهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو معین علی رضاء بیګدلي چې په افغانستان کې ټولې کونسلګرۍ به اړمنو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجراء کوي.

‏نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزير امیر-خان مت-قي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو معین علی رضاء بیګدلي او ورسره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امنیان ګډه ناسته کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې په ایران کې د افغان تجارانو، کارګرو او افغان مهاجرینو لپاره په قونسلي خدماتو کې د سهولتونو په ‏اړه خبرې شوي، او ښاغلي بیګدلي پکې څرګنده کړې چې وروسته له دې به په افغانستان کې د ایران ټولې کونسلګرۍ اړمنو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجراء کوي.

نوموړې زیاته کړه چې د ویزو په عاجل ډول اجراء به وکولای شي چې ایران ته د افغانانو د غیر قانوني تګ په مخنیوي کې مرسته وکړي او په تګ راتګ کي ‏به سهولت رامنځته شي.

په عين حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له ایراني پلاوې غوښتي چې د ویزو د ورکړې ترڅنګ له افغان تجارانو، کارګرو او مهاجرینو سره د کار موندني په برخه کي پراخي راولي.

Leave a Comment