نړیوال خبرونه

ايران افغان حکومت په اړه ښه خبر اعلان کړو

20220726 083753
Written by Zwak News

ایران وايي له افغانستان سره اغېزناک تعامل ته ادامه ورکوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان وضعیت پر ایران خپل اغېز لري نو له همدې امله له حاکم نظام سره تعامل ته اړ دي. دده په خبره دوی

هڅه کوي له افغان لوري سره اغېزناک تعامل ولري او په دې توګه په سیمه کې د احتمالي خطرونو او ستونزو مخه ونیسي. ایراني لوري ویلي دوی په اقتصادي، ترانزیتي، د اوبو مدیریت

او نورو اړینو مواردو کې له افغان لوري سره همکارۍ او بحثونه کوي او تعامل به ادمه پیدا کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه راز افغان حکومت هڅولی چې له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ولري او نړیوالو ارزښتونو ته ژمن پاتې شي.

Leave a Comment