خبرونه

ايران افغان حکومت ته که تاسو یی نشي کوالي مونږ يي درته کوو

BackgroundEraser 20220830 073835601
Avatar photo
Written by Zwak News

افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وايي چې ا’ا د ایران او افغانستان د ګډې پولې د امنیت تامین لپاره ځواک نه لري او ایران حاضر دی چې په یوازې د داړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې امنیت تامین کړي.

ښاغلي قُمي له ایسنا خبري آژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو هم خپل نظر څرګند کړی دی.

حسن کاظمي قمي وویل:«که تاسو ووایاست چې په رسمیت مو نه دي پېژندلي، نو همکاري هم ونه کړو، نو څه پېښېږي. ښکاره ده، چې ستونزې نورې هم زیاتېږي او په پایله کې یې پیاوړې کېږي او د پولو پر خوا راوړل کېږي. داسې برېښي، چې د طا-لبانو د چارواکو په منځ کې دا نظر رامنځته شوی، چې مشارکتي حکومت جوړ شي، ښایي تر دې وړاندې یې مخالف وو، خو اوس یې نظر بدل شوی دی، خو لږ وخت ته اړتیا لري.»

Leave a Comment