نړیوال خبرونه

اوکراین جګړه؛ روسي ځواکونو سره نښتو کې دوه امریکایان وژل شوي

20220725 074930
Avatar photo
Written by Zwak News

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د اوکراین په جګړه کې د دوه امریکایي اتباعو وژل کېدو خبر ورکړی دی. د دغو امریکایانو د وژل کېدو خبر په داسې حال کې ورکول

کېږي چې روسي ځواکونو پر اوکراین له برید څو میاشتې وروسته یو ځل بیا د یاد هېواد په ختیځ کې د د”ونباس” پر ستراتیژیک ایالت بریدونه زیات کړي دي. که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دا دوه امریکایان اوکراین ته د جګړې لپاره تللي و او که کوم بل هدف یې درلود خو؛ په اوکراین د روسیې

تر برید وروسته د امریکا په ګډون له غربي نړۍ زرګونه کسان د اوکرایني ځواکونو سره د مرستې لپاره دغه هیواد ته ورغلي دي. باید وویل شي چې اوکراین کې د روسي ځواکونو پرمختګ دوام لري او د دغه هیواد ختیځ کې یې ډیرې سیمې نیولې دي.

Leave a Comment