جګ-ړه کې ايثار اوکراين افغانستان ته ۳۰زره ټُنه غنم استوي
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه غنم به د خوړو نړيوال سازمان له لوري افغانستان ته ولېږدول شي.
اوکراين چې د نړۍ په کچه د غنمو يو له لويو صاردروونکو هېوادونو څخه دی، له دې وړاندې يې ايتوپي او يمن ته هم د خوړو نړيوال سازمان له لارې د غنمو مرستې استولې دي.
دغه هېواد چې له څو مياشتو راهيسې روسيې سره په جګړې بوخت دی، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته يې د غنمو او نورو غلهجاتو د صادراتو کچه خورا کمه شوې ده.
روسيې د روان کال جولای مياشت کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب اوکراين ته اجازه ورکړه، چې د خپلو صادراتو لړۍ بيا پيل کړي.