په ملګرو ملتونو کې د اوکراین دایمي استازي ټینګار کړی دی کیېف پر واشنګټن پوره باور لري. هغه ادعا کړې ده چې ولادیمیر پوتین د دې په لټه کې دی چې یو ځل بیا د روسیې امپراتوري جوړه کړي.
نوموړي زیاته کړې ده چې روسیه غواړي په زور د اوکراین خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو ټینګار یې کړی دی چې که چېرته روسیه پر اوکراین د بر ید تېروتنه وکړي نو د و ینو ویالې به وبهېږي. هغه پر اوکراین د روسیې د برید لامل ته په اشارې څرګنده کړې ده چې پوتین غواړي د روسیې په تاریخ کې خپل نوم د امپراتور په توګه ثبت کړي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا په وار وار خبرداری ورکړی دی چې هره شېبه د دې امکان شته چې روسیه پر اوکراین بر ید وکړي.