روغتیا

اونۍ کې دوه واره د چرګ غوښه خوړل د وژو”نکي ناروغۍ خطر زیاتوي

BackgroundEraser 20220922 112140404
Avatar photo
Written by Zwak News

یوې لویې څيړنې ادعا کړې چې په اونۍ کې دوه واره د چرګانو خوړل او همدارنګه د پروسس شوې غوښې استعمال د زړه ناروغۍ ګواښ زیاتوي.

د «نارت ویسترن» او «کورنیل» پوهنتونونو د شاوخوا ۳۰۰۰۰ لویانو د تغذیې عادتونه څیړلي، دوی موندلې چې د دوه لسیزو په جریان کې د پروسس شوې غوښې په مینوالو کې د زړه حملې ګواښ زیات شوی دی.

مګر په هغو کسانو کې چې په اونۍ کې له دوه ځلو نه کم د چرګانو او یا عامې سرې غوښې استعمال کوي، په دوی کې د زړه حملې ګواښ کم لیدل شوی دی، خو بالعکس دوه واره خوړونکو کې یې د پروسس شوې غوښې په څیر اغیز کړی.

څيړنه په ډاګه کوي چې له اندازې زیات د سرې غوښې استعمال په ځوان عمر کې د مړینې خطر احتمال ۳سلنه لوړوي، مګر په ورته وخت کې په هغو کسانو کې چې د ماهیانو ډیر استعمال کوي د یادې ناروغۍ ګواښ نه لیدل کیږي.

د نارت ویسترن پوهنتون څيړونکې «نورینا الین» ویلي، که د سرې غوښې، پروسس شوې غوښې او وریتې شوې غوښې (چې جوش شوې وي) استعمال محدود نه شي، دا د نورو روغتیایي ستونزو سربېره د سرطان لامل هم کیدلی شي.

د کورنیل پوهنتون مشر څيړونکي «فیکتور چونګ» ویلي چې د غوښې په خوړو کې افراط کول د زړه روغتیا لپاره ناسم عمل دی، نوموړی زیاتوي، د حیواني پروتینو په استعمال کې احتیاط کول د زړه ناروغي، وینې جریان او د ژر مړینې ګواښ په لوړه کچه کمولو کې یوه مهمه ستراتیژي ده.
خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment