انوشکا شرما د ننني مېچ وروسته خپل خاوند ويرات کوهلي ته ليکي:
ته ډېر ښايسته، بېخې ښايسته انسان یې. تا نن شپه د خلکو په ژوند کې ډېره زياته خوشحالي رامنځته کړه، هغه هم د ديوالي په شپو ورځو کې!.
ته يو فوق العاده انسان یې زما عشقه. ستا عزم، باور او قوت بېساری او ذهن ته ټکان ورکوونکی دی. زه ویلی شم چې د خپل ژوند تر ټولو خوندور میچ مې وليد.
اګر چې زمونږ لور ډېره کوچنۍ ده او نه پوهېږي چې مور یې ولې په کوټه کې ګډېده او د خوشحالۍ چغې یې وهلې، خو يوه ورځ به پوه شي چې پلار یې په هغه شېبه بهترينه او ښکلې لوبه کړې وه.
هغه به پوه شي چې پلار یې د ژوند تر سختو شپو ورځو تازه او له پخوا لا باعظمه او قوي راوتلی و. په تا ډېره وياړم!! ستا قوت بېساری دی او زما مينه له تا سره نامحدوده!! د تل لپاره درسره مينه لرم.